پولنډ کې د قانون او انصاف واکمن ګوند ټاکنو کې لوړې رایې ترلاسه کړي

په پولنډ کې د یکشنبې د ورځې د عمومي انتخاباتو رسمي نتایج ښيي چې په داغه هېواد کې د قانون او انصاف په نوم واکمن نشنلست ګوند په ۴۴ سلنه رایو دا انتخابات ګټلي دي.


د مدني ایتلاف په نوم د پولنډ د اپوزیسون لویه منځپالې ډله د شمېرل شویو رایو پر بنسټ په دویم مقام کې ده او ۲۷ سلنه رایې یې ګټلې دي.


ددې ایتلاف لوی ګوند د مدني پلاټفورم په نوم سوداګري پلوه اپوزیسون ګوند دی چې له ۲۰۰۷ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۵ پورېیې پر پولنډ حکومت وکړ.


په دریېم ځای کین اړخې ټلواله ده چې په سلو کې تر ۱۲ زیاتې رایې یې خپلې کړي دي.


داسې ښکاري چې د قانون او انصاف ګوند مشر یاروسلاو کاچینسکي د څلور کلونو پخوا په مقایسه ښه پایله تر لاسه کړې. هغه مهال دې ګوند په سلو کې څه کم ۳۸ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.


ددغه ګوند مخالفان وايي، د کاچینسکي ګوند په پولنډ کې د عدلیې او رسنیو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې او د ختیځې اروپا په دغه هېواد کې یې اقلیتونو ته د ژوند شرایط سخت کړي.


ددغه ګوند له خوا د پولنډ د عدلیې سیستم، رسنیو او فرهنګي ادارو کې پر اصلاحاتو ټینګار د اروپايي ټولنې له انتقاد سره مخ شوی دی.