پوهنې وزارت وايي ۵۰میلیونه ټوکه درسي کتابونه چاپوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په نېږدې راتلونکي کې به ۵٠ میليونه ټوکه درسي کتابونه چاپ کړي.


دغه وزارت وايي په دې برخه کې د امريکا پرمختيايي ادارې يا «USAID» ورسره د پنځه اويا میليونه ډالره مرسته ورسره کړې ده.


د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل پرون ازادي راډيو ته نور معلومات ورکړل:


"له نېکه مرغه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره موږ له USAID څخه ٧۵ میليونه ډالره اخيستي؛ دا اوس چې زه ستاسو خبرې کوم عملاً د ۵٠ میليونه ټوکه کتابونو د چاپ تدارکاتي پروسه پيل شوې ده، په څو مياشتو کې په کافي اندازه کتابونه چاپ او پر زده کوونکو ووېشل شي."


تر دې مخکې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې زده کوونکو شکايت درلود چې درسي کتابونه نه دي وررسېدلي.