پکتیا کې د حیواني خوراکي توکو د تولید لومړنی شرکت فعال شو

پکتیا کې د نوښت په نوم د حیواني خوراکې د تولید لومړنی شرکت د غویي په ۲۵مه د سې شنبې په ورځ په فعالیت پیل وکړ.


په یاد شرکت ۲۰۰ زره ډالره پانګونه شوې.


د شرکت مسؤلین وايي، په ساعت کې له یو نه تر پنځه ټنه تولید لري او شااوخوا ۵۰۰ کاريګرو ته د کار زمینه برابره شوې.


د شرکت د مسؤل حمیدالله حسن‌زي په خبره، اوس‌مهال یوازې د کورنيو، فارمي او غوښنو غواګانو لپاره خوراکه تولیدوي، خو په راتلونکي کې به د چرګانو، کبانو او مېږو او وزو لپاره هم د خوراکې د تولید چارې پیل کړي.




پکتیا کې د حیواني خوراکې د لومړني تولیدي شرکت په پرانیست غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال عبدالولي سهي صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ او ویې‌ویل، پکتیا کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره اداري چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به‌یې د صنعتکارانو لپاره د وېش چارې پیل شي.


د پکتیا د سوداګرۍ خونو د مسؤلینو په خبره اوس‌مهال پکتیا کې تر ۸۰ وړې تولیدي کارخانې فعالیت لري چې سلګونه کاریګر په‌کې په کار بوخت دي.