چارواکي: د یمګان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات پیلېږي

د بدخشان ولايت چارواکي وايي په پام کې لري په لنډو ورځو کې د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړي.


دغه دوې ولسوالۍ له څه باندې دوو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.


د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بېدار ازادۍ راډيو ته وويل:


"حکومت په پام کې لري که مرکزي حکومت همکاري وکړي له ناټو قواوو او کومانډو سره يوځاى چې پر دغو ولسواليو عمليات وکړي او بېرته يې ونيسي."


د والي مرستيال وايي په دغو دوو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په منځ کې د تاجکستان، ازبکستان، عربستان او نورو هېوادونو وګړي هم شته.


تر اوسه دقيقاً نه دي ويل شوي چې د يمګان او وردوج ولسواليو د تصفيې لپاره به کله پوځي عمليات پيلېږي، خو حکومت تر دې مخکې هم د دغو دوو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړى و.