چارواکي: په شمال زون کې په تصفیوي عملیاتو کې ۸۷ طالبان وژل شوي

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، د بلخ په څلورو ولسوالیو کې د پراخو تصفیوي عملیاتو پر مهال ۸۷ طالبان وژل شوي چې ۲۲ یې د هغوی قوماندانان وو.


د دغه قول اردو ویاند حنیف رضایي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د شاهین ۲۰۷ په نوم دغه عملیات له تېرو لسو ورځ راهیسې په بلخ، چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې دوام لري.


ښاغلی رضایي وایي: په دوی کې د طالبانو د بېلابېلو کمېسیونونو مسؤلین شامل دي، ۷۷ نور طالبان په دې عملیاتو کې ټپیان شوي او ۷ تنه د افغان ځواکونو له خوا اسیر شوي دي.


د ښاغلي رضایي په خبره، په دغو عملیاتو کې ۷ تنه افغان امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.


طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.