چارواکي: په ننګرهار کې د داعش ۲۲ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۲۲ تنه وسله وال چې قوماندانان یې هم پکې دي، وژل شوي.


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي، ځانګړو ځواکونو دا عملیات تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې وکړل چې په ترڅ کې یې د داعش څلور مرکزونه ویجاړ کړل او له دې ډلې سره د اړیکو په تور یې دوه مشکوک کسان هم ونیول.


خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي څانګه زیاتوي چې پرون هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په سورګو سیمه کې د عملیاتو پرمهال له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور دوه تنه مشکوک کسان له وسلو سره ونیول.