کرېکټ: افغانستان د نړیوال جام غوراوي دویم پړاو ته ورسېد

د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې نن د هانګ پر وړاندې د نېپال تر بري وروسته افغانستان د غوراوي د سیالیو دویم پړاو ته ورسېد. د نېپال لوبډلې نن هانګ کانګ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه. په دې توګه افغانستان د منډو د ښه اوسط له امله دویم پړاو ته لار وموندله.