کندهار کې یوه تن چې غوښتل یې هند ته نشه‌يي توکي قاچاق کړي، ونیول شو

یوه کس چې په خپلو بوټانو کې یې نشه‎يي مواد ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې بهر ته یې قاچاق کړي، د کندهار په هوایي ډګر کې ونیول شو.


د کندهار د سرحدي پولیسو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وویل، دا کس چې ۸۰۰ ګرامه هیروئین یې په خپلو بوټونو کې ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې د کندهار د هوایي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو له‎خوا ونیول شو.


دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار پولیسو یو تن قاچاق کوونکی نیولی چې د هوایي ډګر له لارې یې په خپله خېټه کې نشه‎یي مواد بهر ته قاچاق کول.