کونړ کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په ایلګل دره کې یوه درې نیم کلنه انجلۍ د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ناروغۍ اخته شوې ده.