یوناما د پارلماني انتخاباتو د امنیت په ساتنې بیا ټینګار کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د امنیت د ساتنې مسولیت لري او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې دې بشپړ چمتوالی ونیول شي.