په ایران، سوریه او عراق کې د چاودنو غږونو اورېدلو رپوټونه ورکړل شوي

په ایران، سوریه او عراق کې د چاودنو غږونو اورېدلو رپوټونه ورکړل شوي
رپوټونو کې ویل شوي، د ایران اصفهان په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د خواله رسنیو ځینو کارونکو چاودنو ته د ورته غږونو اورېدلو خبره کړې ده. د اي بي سي خبري شبکې دفاعي چارو خبریالې مارتا ردیتز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، د اسرائیل توغندي په ایران کې لګېدلي دي. خو دې چارواکي په عراق او سوریه کې د توغندیو لګېدل نه دي تائید کړي.