امریکایۍ محکمې د نژدې ۱۵۰ افغانانو ایستلو په تړاو د ټرمپ حکومت پلان مخه نیولې

امریکایۍ محکمې د نژدې ۱۵۰ افغانانو ایستلو په تړاو د ټرمپ حکومت پلان مخه نیولې
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې شنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ ادارې هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته ایستل کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو چې دا اقدام کولی شي د دغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي.
د امریکا نیویارک د سویلي حوزې محکمې قاضیې والري کاپروني پرېکړه کړې چې امریکا نه شي کولی د روانې اوونۍ په اوږدو کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته واستوي.