د اسماعیلي فرقې روحاني مشر پرنس کریم اغا خان له نړۍ سترګې پټې کړې

د اسماعیلي فرقې روحاني مشر پرنس کریم اغا خان له نړۍ سترګې پټې کړې
پېښور — د اسماعیلي فرقې ۴۹م روحاني پېشوا یا مشر پرنس کریم اغا خان د ۸۸ کالو په عمر کې د پرتګال په پلازمینه لزبن کې خپلې ستړګې د نړۍ څخه خپلې سترګې د مدام لپاره پټې کړې .


د آغا خان پرمختیایي شبکې لخوا په ټولنیزه رسنۍ خپره شوې یوه اعلامیه کې د هغه مړینه تایید شوې اؤ ویلي شوي چې د پرنس کریم اغا خان د ځاي ناستي د ټاکنې اعلان به وروسته وشي.


په اعلامیه کې ویل شوي، " پرنس کریم الحسین آغا خان ، د شیعه اسماعیلي فرقې امام او د حضرت محمد (ص) مستقیمه اولاده د ۲۰۲۵ کال فبروري په څلورمې نیټې په لیزبن کې د ۸۸ کالونو په عمر په آرامه په داسې حال کې مړ شو چې کورنۍ یې ترې چاپیره وه"


اسماعیلیان چې ځانونه  شیعه فرقې پورې تړلي بولي، د جنوبي او مرکزي آسیا هیوادنو تر څنګ د افریقا لویې وچې او منځني ختیځ یو شمیر هیوادونو کې آباد دي.


ددې فرقې ویب سایټ کې ویل شوي چې د پیروانو شمیر یې له ۱۲ څخه تر ۱۵ میلیون پورې دی.


پخپله آغا خان د آغا خان پرمختیایي شبکې باني او مشر و چې ۶۹ زره کار کوونکي لري او د آسیا او افریقا په یو شمیر هیوادونو کې پرمختیایي پروګرامونه پر مخ وړي.


د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو آغا خان "فوق العاده مهربان نړیوال رهبر" وباله او هغه یې خپل ښه ملګری یاد کړ. ښاغلي ټروډو په ایکس لیکلي چې په نړۍ کې به ډیر خلک د هغه پسې خفه وي.


د آغا خان پرمختیایي شبکه چې کلنۍ بودیجه یې نږدې یو ملیارد امریکایي ډالره ده، د نړۍ په څه باندې ۳۰ هیوادونو کې د روغتیایي خدماتو، کورونو، تعلیم او کلیوالي اقتصادي پرمختګ لپاره کار کوي.


هغه همدارنګه په افغانستان، بنګله دیش او تاجیکستان کې د آغا خان په نامه روغتونونه هم لري.


هغه په کابل کې د سرینا په نامه هوټل هم درلود چې همدې تیره اوونۍ یې خپل فعالیت بند کړ. پخپله آغا خان په ۲۰۰۵ کې د همدې هوټل د پرانیستلو لپاره کابل ته تللی و.


ژوند لیک :


پرنس کریم اغا خان په کال ۱۹۳۶ کې په سویټرز لینډ کې زېږېدلی ؤ اؤ هغه د خپل وړوکوالي ورځې په نېرونبي کې تېرې کړې وې.


په کال ۱۹۵۷ کې هغه د ۲۰ کالو ؤ چې د اسماعیلي فرقې د امامت ذمه وارۍ یې په لاس کې اخستې وې.


پرنس کریم اخان د پرنس علي خان مشر ځوي ؤ اؤ د هغه نیکه سر سطان محمد شاه دریم اغا خان ؤ.


هغه د سویټزر لینډ د   Le Rosey سکول اؤ بیا په کال  1959 کې د هارورډ پوهتنتون څخه په اسلامي تاریخ کې کې د بیچلر اف ارټس ډګري ترلاسه کړې ده .


دریم اغا خان د ۱۳ سوه کلن تاریخ د روایاتو برعکس د خپل ځوي پځای نمسی خپل ځاي ناستی یا جانشین ټاکلی ؤ.


پرنس کریم اغا خان ته د برتانیې تابیعت هم ورکړل شوی ؤ خو هغه د خپل ژوند زیاته برخه په فرانس کې تېره کړې وه اؤ وینټي فییر میګزین هغه د ون مین اسټيټ په نوم نومولی ؤ.


د هغه وړومبۍ مېرمنه برتانوي ماډله سیلي کروکر وه چې هغې سره په کال ۱۹۶۹ کې واده کړی ؤ اؤ دوه ځامن اؤ یوه لور یې ترې زیږېدلي وؤ.


۲۵ کاله وروسته هغه د خپلې دغې مېرمنې څخه جلا شو اؤ په کال ۱۹۹۸ کې یې د شهزادګۍ  Gabriele zu Leiningen سره په پیرس کې واده وکړو.


د جرمني دغې شهزادګۍ پرنس کریم اغا خان سره په واده کولو اسلام قبول کړی ؤ اؤ خپل نوم یې اناره اېښودی ؤ ، له دغې ښځې د کریم اغا خان یو ځوي زېږېدلی ؤ خو شپږ کاله وروسته بیا د دوي دواړو د ژوند لارې هم جلا شوې وې.


د پرنس کریم اغا خان درې ځامن رحیم اغا خان، علي محمد اغا خان اؤ جسین اغا خان دي اؤ لور یې زهر اغا خان نومیږي.


هغه ته په غوره خدماتو د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو اؤ پوهنتونونو د مهمو جایزو اؤ ایوارډو ورکولو تر څنګ اعزازي ډګرۍ هم ورکړې وې