په امریکا کې هر ايالت د خپلو ټاکنو د ترسره کولو بشپړ مسوولیت او د رايو د شمېرلو او پروسې بشپړولو لپاره ځانګړي اصولو او مقرارت لري. ځينې ايالتونه د ټاکنو له ورځې مخکې د هغو رايو ارزونه او شمېرل پيلوي چې له وړاندې اچول شوې وې، لکه د پوستې له لارې اچول شوې رايې، ځینې ايالتونه بيا دا پروسه د رايو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته پيلوي.
