ایران او متحده ایالاتو په تېرو څو اوونیو کې، د ډیپلوماتیکو هڅو له دوام سره سره، یو بل ته څو ځله ګواښونه کړي دي او لا هم د امریکا د کانګرس تر منځمهاله ټاکنو وروسته د پوځي نښتو د زیاتېدو احتمال شته.
ایراني رسنیو د لړم په نهمه نېټه، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر مجتبی خامنهاي ته د منسوبې یوې اعلامیې په خپرولو سره راپور ورکړ چې نوموړي د وسلهوالو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته امر کړی چې هر ډول احتمالي ګواښ ته «سمدستي، اغېزمن او له جغرافیایي محدودیت پرته» ځواب ورکړي.
مجتبی خامنهاي ته په منسوب شوي امر کې د «جغرافیایي محدودیت پرته» عبارت د هغه د هدف او د ایران د دې وړتیا په اړه پوښتنې او اټکلونه راپورته کړي چې ایا ایران په رښتیا هم د داسې ګواښ د عملي کولو پوځي توان لري؟
د ۱۴۰۴ کال د کب په نهمه نېټه پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیل وروسته، تهران په غبرګون کې د فارس خلیج د عربي هېوادونو پوځي او ملکي تأسیسات په نښه کړل او ټینګار یې وکړ چې دغه بریدونهیې په سیمه کې د امریکا په منافعو کړي دي.
د شنونکو په وینا، ایران هیله درلوده چې د جګړې په پراخولو او د امریکا د متحدانو پر خاوره په بریدونو سره به پر واشنګټن فشار راوړي، څو خپل بریدونه ودروي.
اوس په تهران کې ځیني کسان وایي، که جګړه، لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ګواښ کړی بیا پیل شي، ښایي لمنیې له سیمې هم واوړي.
د ایران د پارلمان محافظهکار غړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر منوچهر متکي ویلي، راتلونکې جګړه به «سیمهییزه جګړه نهوي».
نوموړي دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې، د مجتبی خامنهاي په نوم د اعلامیې له خپرېدو وروسته، د ایران توغندیز ځواک ته په اشارې خبرداری ورکړ چې پر ایران د برید په صورت کې به د جګړې لمن «اروپا ته ورسېږي».
د ایران محافظهکارو کړیو ته نږدې شنونکي علي قلهکي هم ورته نظر څرګند کړی دی.
هغه پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له سیمې بهر د ایران د بریدونو د اهدافو د پراخولو ګواښ ښایي دا معنی ولري چې اروپا به هم د بریدونو په محدوده کې شامله شي.
قلهکي، بریتانیا، ایټالیا، یونان او جرمني هغه هېوادونه یاد کړي چې د امریکا د پوځي ځواکونو کوربه دي او د امریکايي ځواکونو د نړیوالو انتقالاتو او لوژستیکي ملاتړ د شبکې یوه برخه ګڼل کېږي.
ایراني رسنیو هم وروستۍ اعلامیه د ایران د توغندیو د واټن په اړه د تهران د تګلارې د احتمالي بدلون نښه بللې ده.
ایران له کلونو راهیسې وایي چې د خپلو توغندیو واټنیې تر دوه زره کیلومترو پورې محدود کړی دی.
د دغه هېواد پخواني مشر علي خامنهاي ویلي و چې د ځینو پوځي قوماندانانو له مخالفت سره سرهیې په خپله د توغندیو لپاره دا محدودیت ټاکلی و.
اوس ځینې رسنۍ اټکل کوي چې مجتبی خامنهاي چې د کب د نهمې نېټې له بریدونو او د خپل پلار له وژل کېدو راهیسې تر اوسه په عام محضر کې نهدی څرګند شوی، ښایي د دغه محدودیت د لیرې کولو هوډ ولري.
نیمه رسمي ایسنا خبري اژانس د وروستۍ اعلامیې په اړه په خپل تحلیل کې لیکلي چې دا څرګندونې ښایي د ایران د وسلهوالو ځواکونو د بریدونو د جغرافیایي محدودې د بیا تعریفولو او د دغه هېواد په توغندیز سیاست کې د ستراتېژیکو ملاحظاتو د بدلون نښه وي.
د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون پورې تړلي د ځوانو خبریالانو کلپ تر دې هم وړاندې تللی او ادعا یې کړې چې د ایران د پوځي اهدافو نوملړ تازه شوی او د اسلامي جمهوریت د مخنیوي او دفاعي ځواک ساحه اوس «له سیمې ورهاخوا» غځېدلې ده.
دې رسنۍ د دې یادونې په ترڅ کې چې امریکا له منځني ختیځ نیولې تر اروپا، افریقا او ختیځې اسیا پورې په لږ تر لږه ۵۱ هېوادونو کې ۱۲۸ پوځي اډې او تأسیسات لري لیکلي چې «د تېري کوونکو اډې د نړۍ په هره برخه کې» اوس د ایران د وسلهوالو ځواکونو په نوملړ کې د احتمالي اهدافو په توګه شاملې دي.
د اتلانتیک شورا غیر مقیم څېړونکی ډني سیترینوویچ باور لري چې تهران د امریکا او اسرائیل د احتمالي برید پر وړاندې د قاطع ځواب لپاره چمتووالی نیسي، هغه برید چې د ارزونو له مخې تمه کېږي پراخ او سخت وي.
هغه پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: "سربېره پر دې، داسې ښکاري چې ایرانیان هڅه کوي د خپلو اهدافو نوملړ پراخ کړي، څو هغه تأسیسات هم پهکې شامل کړي چې په تېرو بریدونو کې نهو په نښه شوي، لکه د مخابراتو زېربناوې او د فارس خلیج د هېوادونو نور ستراتېژیک تأسیسات."
سیترینوویچ زیاته کړې: "که د جګړې نوې دوره پیل شي، ښایي د واشنګټن له تمې څخه ډېره پراخه، اوږده او ستومانونکې وي."
خو ټول څارونکي په دې باور نهدي چې دا ګواښونه حتماً د ایران د توغندیز سیاست د بدلون معنی لري.
اصلاحغوښتونکې اعتماد ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې د اوږد واټن توغندیو د جوړولو غوښتنه، د دغه ډول توغندیو د جوړولو تخنیکي وړتیا او د توغندیز سیاست د بدلون رسمي پرېکړه، درې جلا موضوعات دي.
د جنز (Janes) نړیوال استخباراتي شرکت د منځني ختیځ د دفاعي چارو شنونکی جرمي بیني د «له جغرافیایي محدودیت پرته» عبارت په اړه بل تفسیر لري.
د هغه په وینا، ښایي دغه عبارت په اصل کې د توغندیو له واټن سره هېڅ تړاو ونهلري.
نوموړی وایي، احتمال لري چې ایران اوس له یوه یا څو عربي هېوادونو سره داسې هوکړه کړې وي چې د هغوی خاوره به نه په نښه کوي او په وروستي ګواښ کې هدف ښایي د دغه ډول محدودیت د لغوه کولو احتمال وي.
دغه دفاعي شنونکی باور لري چې ایران له څه مودې راهیسې د دې وړتیا لري چې د خپلو توغندیو واټن تر دوه زره کیلو مترو زیات کړي، ځکه د هغه په وینا، د جنګي سرګلولې د وزن په کمولو سره د توغندي واټن زیاتېدای شي.
د هغه په وینا، د دې ډول بدلون لپاره تر ټولو محتمل انتخاب د خرمشهر توغندی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې نندارې ته وړاندې شو او د جرمي بیني په تعبیر، د ایران «تر ټولو ځواکمن توغندی» ګڼل کېږي.
جرمي بیني د ازادي راډیو پوښتنو ته په لیکلي ځواب کې څرګنده کړې چې له تخنیکي اړخه امکان لري د دغه توغندي واټن درې زره کیلومترو ته ورسول شي.
جرمي بیني باور لري چې د ایران د توغندیو لپاره د دوه زره کیلومترو محدودیت «تر یوه حده منطقي و»، ځکه د دغه محدودیت له مخې د ایران سپاه پاسداران پرته له دې چې اروپا ته ګواښ جوړ کړي کولای شول په سیمه کې نږدې ټول خپل مطلوب اهداف په نښه کړي، البته د قبرس او د یونان د ځینو ټاپوګانو په استثنا.
خو ایران د لوېدیځې اروپا د هدف ګرځولو لپاره اړ دی چې د خپلو توغندیو واټن زیات کړي.
د دغه شنونکي په وینا، له دوه زره کیلومترو واټن څخه بهر تر ټولو څرګند پوځي هدف د هند په سمندر کې د ډیاګو ګارسیا ټاپو کې د امریکا او بریتانیا ګډه پوځي اډه ده چې د ایران له خاورې نږدې څلور زره کیلومتره واټن لري.
بریتانیا اعلان کړی چې ایران د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۹مه پر دغې اډې د توغندي برید هڅه وکړه، خو په دې کار کې ناکام شو.
خو د ایران د اسلامي جمهوریت لږ تر لږه یوه چارواکي د دغه ډول برید ترسره کېدل رد کړي دي.
