پېښور — د افغان طالبانو حکومت چین ته د بګرام هوایي ډګر د سپارلو په اړه خپاره شوي رپورټونه رد کړي اؤ وایي چین ته د بګرام هوایي ډګر د سپارلو هیڅ اراده نه لري.
د وې او اې اشنا د رپورټ له مخې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د ایکس د ټولنیزې شبکې په یو سپیس کې د بګرام د هوايي ډګر او امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بحث یوه برخه خپره کړې چې په کې چین ته ددغه هوايي ډګر د سپارلو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل شوي دي.
ښاغلي مجاهد ویلي" افغانستان یو ازاد هیواد دی، مستقل هیواد دی، د هیڅ هیواد سره هم داسې تعامل نه کوي چې خپله خاوره دې د هغوی په اختیار کې ورکړي"
هغه ویلي ،د بګرام هوايي ډګر د افغانانو په لاس کې دی. زموږ ځواکونه په کې دي ، زموږ تاسیسات په کې دي او د افغانستان له خوا کنټرولیږي.
د نوموړي په وینا "موږ د چین سره هم داسې تعامل نه لرو چې موږ هوايي ډګر په اختیار کې ورکړو د امریکا سره یې هم نه لرو د بل هیواد سره یې هم نه لرو"
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې چې په افغانستان کې ځینو سیمه ییزو رسنیو کې هم خپاره شوي د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ درې ورځې دمخه د اجراییوي فرمانونو د لاسلیک پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اوس مهال د بګرام هوايي ډګر د چین له خوا اداره کیږي.
هغه ویلي "بګرام د چین په لاس کې دی. ما غوښتل چې په نړۍ کې یو ترټولو ستر هوايي ډګر وساتم. هغوی هغه پریښود" صدر ټرمپ وویل چې غوښتل یې چې د بګرام هوايي ډګر د افغانستان لپاره نه بلکې د چین څخه د څارنې لپاره وساتي.
د چین حکومت او یا په کابل کې د چین سفارتي چارواکو په دې اړه لا کومه تبصره نه ده کړې.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ تر دې وړاندې هم د بګرام د هوايي ډګر او په افغانستان کې د امریکا د پوځ څخه د پاتې شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو په اړه څرګندونې کړې وې.
هغه د امریکا د ۴۷م صدر په توګه د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې، د جنوري په ۱۹ په واشنګټن ډي سي کې خپلو راټولو شویو زرګونو پلویانو ته په خبرو کې له افغانستان څخه د خپلو پوځي تجهیزاتو د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې کړې وې.
ټرمپ د بایډن حکومت تورن کړی ؤ چې "دښمن" ته یې د امریکا د پوځ میلیاردونه ډالر ورکړي.
هغه ویلي وؤ "موږ خپل ټول پوځ بیا ورغوه او هغوی (بایډن حکومت) میلیادرونه میلیاردونه ډالر یې طالبانو ته ورکړل. دوی زموږ د پوځ د تجهیزاتو، یوه لویه برخه دښمن ته ورکړه".
ټرمپ په څرګند ډول ونه ویل چې "دښمن" څوک دي، خو اشاره یې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته وه.
ټرمپ د جنورۍ د میاشتې په اومه نېټه هم ویلي وو چې د امریکا حکومت طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکوي او "باور نه شي کېدای. میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر. څوک میلیاردونه ډالر طالبانو، افغانستان ته ورکوي؟ دا جو بایډن ورکوي."
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې افغانستان کې شته پوځي وسایل او تجهیزات ددغه هیواد د خلکو پورې اړه لري او امریکا ته به یې ونه سپاري.
د امریکا د دفاع وزارت اوړم کال په یو راپور کې ویلي وو چې د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات یې د طالبانو لاس ته د افغانستان د پریوتلو دمخه دغه هیواد ته چمتو کړي وو.
ددغه وزارت د راپور له مخې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو دمخه نږدې ټول ډیر مهم نظامي وسایل چې په دغه هیواد کې د امریکا پوځ ترې کار اخیست یا تخریب کړي راو یا هم انتقال کړي دي.
( د وي او اې اشنا په مننه