واشنګټن (وي او ای) — — د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ په خپل یو نوي رپورټ کې چې د ګل، دوشنبې په ورځ خپور شوی ، ویلي چې د چین حکومت د هغو ویغورو باندې خپل سخت کنټرول جاري ساتلی دی کوم چې غواړي بهر ته سفر وکړي یا په سېنکیانګ کې اوسېدونکي خپلو کورنیو له غړو سره لیدنه وکړي. په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم رپورټ زیاتوي چې دغه ګامونه د دوی (ویغورو) د تګ راتګ آزادۍ سرغړونه ده.
په هیومن رایټس واچ کې د چین څانګې څېړونکی یلکون اولویل وایي پداسې حال کې چې ویغورو ته اجازت ورکړل شوی چې د پاسپورټ لپاره درخواست ورکړي او د لنډ وخت لپاره د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای شي ، دا د 2016م کال کې د ویغورو پاسپورټونو په پراخه کچه د ضبط کېدو کې یو څه ښه والی دی.
خو یلکون اولویل وایي "د چین حکومت ویغورو ته ملک پریښودو د هغوي حق نه مسلسل انکار کوي ، او دوی چې کله بهر وي نو ورباندې د بیان او د یو ځای کېدو بندیدونه لګوي، او دوی ته په بهرني تعلقات په لرلو سزا ورکوي ".
اولویل وي او اې ته وویل چې بیجینګ په کور دننه او بهر په ویغور ټولنې د کنټرول ساتلو لپاره د سفر بندیزونه کاروي او هڅه کوي چې په سېنکیانګ کې د "معمول حالت عامه تصویر" رامینځته کړي.
د بخښنې نړیوال تنظیم د رپورټ تر مخه، د 2017 کال راهیسې چین د یو میلینه څخه زیات ویغوران په حراستي کېمپونو کې ساتلي دي. په 2022م کال کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هایي کمېشنر وویل چې په سينکیانګ کې د نسلي لږکیو سره د بیجینګ چلند یا سلوک کیدای شي د "انسانیت په ضد جرمونه" وي.
د صدر ډانلډ ټرمپ د اول دور پخوانۍ انتظامیې او د پخواني صدر جو بایډن انتظامیې دواړو د ویغورو سره د چین د چلند په اړه اندیښنه څرګنده کړې او هغه څه یې چې په سېنکیانګ کې پیښیږي نسل وژنه او د انسانیت پر وړاندې جرمونه بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سېنېټر په توګه د ویغورو نه جبري کار مخنیوي قانون په منظورولو او عملي کولو کې د کلیدي رول لوبولو شخصیتونو څخه یو دی.
د بشري حقونو د څار تنظیم هیومن رایټس واچ رپورټ زیاتوي چې په چین کې ویغور په سینکیانګ کې چارواکو ته، د دوی د سفر هدف، یا د خپلې کورنۍ بهر هېوادونو کې مېشت غړو شخصي معلوماتو په ګډون مفصل معلومات ورکولو باندې مجبور دي.
د هیومن رایټس واچ رپورټ وایي هغه کسان چې بهر ته د سفر اجازت لري، هغوي به په کوم فعالیت کې د ښکیلتیا څخه ډډه کوي او باید په ټاکلي وخت کې چین ته راستانه شي ، معمولا د څو ورځو نه واخله تر څو میاشتو ترمنځ کې.
په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت د وي او ای د پوښتنې په ځواب کې وویل، " سېنکیانګ هیڅکله د ویغورو په ګډون د ټولو نسلي ډلو د خلکو د تګ راتګ آزادي نه ده محدوده کړې."
د چین د سفارتخانې ترجمان ليو پېنګیو وویل: "په سېنکیانګ کې د ټولو نسلي ډلو خلک آزاد دي چې هېواد ته ننوځي او لاړ شي، پرته لدې چې په دوی د مشکوک جرمونو له امله د هېواد څخه د بندیز نه وي لګول شوی." هغه زیاته کړه ویغورو په ګډون ټولو نسلي ډلو ته اجازه ورکړل شوې چې په بهر کې د خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي.
د 2024 کال د اکتوبر په میاشت کې د څو اسلامي هېوادونو د استازو د په سفر په ترڅ کې، د چین سرکاري ورځپاڼې چاینا ډیلي دعوه کړې وه چې بهرنیو میلمنو په سېنکیانګ کې د قومونو ترمنځ د ټولنیز ثبات، همغږي او همکارۍ د پرمختګ ستاینه کړې وه.
د هیومن رائټس واچ څېړونکي اولویل وویل چې چین به په ویغورو باندې د سفر بندیزونه جاري ساتي ، نو بهرني هیوادونه باید د بیجینګ لخوا رامینځته شوي ګواښونو څخه "د شهریان او اوسېدونکو ساتنه" وکړي پداسې حال کې چې نړیوال تنظیمونه لکه ملګري ملتونه هڅه وکړي چې دغه چېلنجونو ته لومړیتوب ورکړي او باید په نړیواله کچه یې حل کړي.