د ټرمپ او نتنياهو ليدنه: پر اسرائيلو او حماس کوم جنګي تورونه دي؟

د ټرمپ او نتنياهو ليدنه: پر اسرائيلو او حماس کوم جنګي تورونه دي؟
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامین نتنياهو د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کتلي. دا لومړنی بهرنی مشر دی چې د لوړې له مراسمو وروسته له ټرمپ سره ګوري. دواړه مشران د غزې د نازک اوربند په اړه چې له ۱۵ مياشتنۍ جګړې وروسته پلی شوی غږېدلي دي. دا جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د حماس له بريدونو وروسته پيل شوه چې په زرګونو فلسطينيان په کې وژل شوي دي.