ملګري ملتونه: افغانستان کې ۸۹٪ کورنۍ د نغدو پیسو په بڼه مرستې غواړي

ملګري ملتونه:  افغانستان کې ۸۹٪ کورنۍ  د نغدو پیسو په بڼه مرستې غواړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د هغوی د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د نغدو مرستو برابرول مهم بولي او وايي چې په دغه هیواد کې ۸۹ فیصده کورنۍ د نورو بشري مرستو پرتله د نغدو پیسو په بڼه مرستې خوښوي.