د ژمي په رانژدې کېدلو سره یو شمیر کابل ښاریان اندېښنه لري، چې د لوړ پوړو استوګنیزو ودانیو د مرکز ګرمیو سیستم په فعالېدو سره به یو ځل بیا د ښار هوا ککړه او بېلابیلې، په ځانګړي ډول تنفسي ناروغۍ زیاتې شي. خو کابل ښاروالې وايي، دوی د دې برخې کنترول ته خپل جدي تدابیر لري.
