کوټه:د وسله والو برید کې د مرکزي جېل مرستیال جېلر وژل شوی

کوټه:د وسله والو برید کې د مرکزي جېل مرستیال جېلر وژل شوی
پېښور — پولیس وایي د بلوچستان د سر ښار کوټې د مرکزي جېل یا زندان اسسټننټ سپرنټننډنټ یا مرستیال جېلر قاسیم ریساني د نامعلومو کسانو په برید کې وژل شوی دی.


د کوټې د سول لاین پولیس تاڼې ایس ایچ او نعمت الله ترین د نهې په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو  ته ویلي چې ښاغلی قاسم ریساني تېر ماښام پخپل موټر کې له جېله کور ته روان ؤ چې په جېل روډ مرک مارکر فیکټرۍ سره نزدې نامعلومو کسانو یې په موټر ناتاره ډزې کړې دي.


پولیس وایي په دې ډزو کې اسسټننټ سپرنټننډنټ قاسم ریساني په موقعه مړ شوی دی.


پولیس وایي له پېښې وروسته ملزمان تېښتیدلي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي خو لا یې ددې پېښې دې تړاؤ څوک نه دي نیولي.


په سمدستي توګه کومې وسله والې ډلې ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو،سرکاري مامورینو یا ودانیو څومره بریدونه شوي نو هغې کې د زیاتره ذمه واري بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده.


د تېرو نزدې دریوؤ کلونو راهسې په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ زیاته چټک شوې چې په سوؤنو امنیتي سرتیري اؤ عام خلک پکې وژل شوي دي.


تېره اونۍ پوځ ویلي وؤ د بلوچستان په قلات سیمه کې وسله والو په ایف سي ځواکونو برید کړی چې پکې ۱۸ د ایف سي عسکر وژل شوي دي.


همدا شان پوځ په قلات کې د ۲۳ؤ وسله والو د وسلو دعوه هم کړې وه.


د قلات د برید ذمه واري بیلتون پاله وسله والې ډلې بي ایل اې ازاد پغاړه اخستې وه.


د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټوټېوټ فار کنفلیکټ اېنډ سکورټي سټډیز په تازه رپورټ کې ویل شوي چې د کال 2025م په اولنۍ مياشت جنورۍ کې په ګرد هیواد کې 74 ترهګريز بريدونه رېکارډ شوي دي.


د رپورټ ترمخه په دې بریدونو کې 91 کسان وژل شوي دي چې 35 پکې امنیتي عسکر، 20 ملکي وګړي او 36 وسله وال شامل دي.


د رپورټ ترمخه دا شمېرې ښيي چې د تېر کال د دسمبر پرتله په ترهګریزو بريدونو کې 42 سلنه اضافه شوې ده.


په پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو زیاتره ترهګریزو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان اؤ بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده