یوکرین : د روس ډرون بریدونو ودانیو ته نقصان رسولی دی

یوکرین : د روس ډرون بریدونو ودانیو ته نقصان رسولی دی
واشنګټن:- ( وي او اې) — یوکریني چارواکو د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي د روس ډرون بریدونو کې تېره شپه په څو سیمو کې کورونه او نورو ودانیو ته نقصان رسیدلی دی.


د یوکرین پوځ ویلي چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو د هغو 65 ډرونونو څخه 37 ویشتلي او تباه کړي چې د روس ځواکونو په چرکاسي، چرنیف، کییف، پولتاوا او سومی سیمو کې د بریدونو لپاره کارولي وو.



د سومی سیمه ییز پوځي ادارې ویلي ، بریدونو په دغه سیمه کې اته کورونه او یو سکول ته نقصان رسولی دی.



د چرکاسي ګورنر ایهور تبورت په ټیلیګرام ویلي چې د تباه شوو ډرونونو د ملبې غورځېدو له امله درې کاروباروي ځایونو کې اور لګیدلی دی.



په کییف کې چارواکو ویلي چې د غورځېدونکي ډرون ټوټو او ملبې څو سکولونو او یو کلینیک ته نقصان رسولی دی.



بلخوا د روس دفاع وزارت د نهې، سه شنبې په ورځ وویل چې د دوی هوایي دفاع نظام د ازوف په سمندر کې د یوکرین یو ګائیډډ مېزایل تباه کړی دی.



د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ وویل چې هغه به په ممکنه توګه د یوکرین د نایابه ځمکني معدنیاتو ته د لاسرسي په بدل کې یوکرین ته د امریکا مرستو ته په دوام ورکولو کې دلچسپي ولري.



ټرمپ په وائټ هاوس کې خبریالانو ته وویل: "مونږ په سلګونو بلینه ډالر لګوو. دوی ډیر نایابه ځمکني (معدنیات) لري. او زه د نایابه ځمکني (معدنیات) ساتنه غواړم او دوی داسې کولو ته تیار دي."



په یوکرین کې نادر ځمکني معدنیات لیتیم او ټائټینیم موندل کیږي. دغه د یو لړ جدید یا عصري هایي ټېک مصنوعاتو لپاره ضروري دي.






د يوکرین صدر ولادیمیر زېلنسکي د ګل، دوشنبې په ورځ په خپله ورځنۍ وینا کې، د صدر ټرمپ د اعلان نه مخکې د یوکرین صدر یو ځل بیا د روس د روانو بریدونو په خلاف د هیواد په دفاع ټینګار وکړو. هغه وویل چې روس "په بنیادي توګه" د یوکرین په انرجۍ څانګې باندې توجو کوي.



ولادیمیر زېلنسکي وویل: " هغوی خپلو حملو ته دوام ورکوي، او په دوامداره توګه خپلې حملې زمونږ د دفاعي وړتیاوو سره سموي ، چې له امله یې دغه په شا تمبول نورې مشکلې شي. "



د مشرقي یوريي هېواد یوکرین لپاره بله مسله د هوايي دفاعي نظام برابرولو ده. زېلنسکي وویل چې یوکرین ته د دغه سیسټمونو رسد "مهم دی او باید بند نشي."



صدر زېلنسکي وویل: "مونږ باید په ټوله نړۍ کې د دفاع د مضبوطولو لارې چارې لټوو، په یوکرین کې د خپلو ضروري الات جوړول زیات کړو، د پیدوار ځایی جوړول زیات کړو او د خپلو شریکانو نه لائنس ترلاسه کړو."


 


صدر زېلنسکي وویل "دا یوه زمه واري ده، او د یوکرین مستقبل زیات په دې پورې اړه لري. "






يادونه: د دې خبر ځیني معلومات د اې پي نه اخیستل شوي دي