د ازادی رادیو راپور
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ وايي، د ایران اسلامي جمهوریت له واشنګټن سره د یوه توافق غوښتونکی دی، خو د توافق لپاره باید تضمین ورکړي چې هېڅکله به اټمي وسلې نهترلاسه کوي.
ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په اتمه» د کنزاس ښار له «کېسياېماو» راډیو سره په مرکه کې د دغه تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ او ویېویل: "هغوی غواړي توافق وکړي، خو موږ داسې تضمین ته اړتیا لرو چې هېڅکله به اټمي وسلې...
د ازادی رادیو راپور
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه کسان د سرپناه په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري.
دې ادارې د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په اتمه» په یوه راپور کې چې په وروستیو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د راستنو شویو میلیونونو کډوالو وضعیت تهیې اشاره کړې، ویلي چې ماشومان به تر ټولو ډېر د ژمي له سړې هوا سره مخامخ...
د ازادی رادیو راپور
افغانستان کې د طالبانو حکومت په کندهار کې د سمنټو د تولید د فابریکې د پرانیستې خبر ورکوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ (د لړم/ عقرب اتمه) په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دغه ستره فابریکه اوسمهال د ورځې ۱،۵۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي او په راتلونکي کې بهیې ورځنی تولید ۵،۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.
چارواکو د دغې فابریکې افتتاح د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې لور ته یو ګام بللی چې زرګونو کسانو...
د ازادی رادیو راپور
په سالنګونو کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
راپورونه وايي چې پېښه د جمعې په سهار (د لړم اتمه) د شمالي سالنګ تونل په خوله کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس او ټانکر ترمنځ ټکر څخه رامنځته شوې چې پهکې ۵ کسه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه د یخنۍ او چټک تګ له امله د موټر چلوونکي د واک له...