بي بي سي پښتو راپور
بيبيسي د ۸۰ متره اوږدې یوې بېړۍ تګ راتګ څاري، چې د اوبو ښویېدونکې لارې هم لري او د کیم جونګ اون د رخصتیو د تېرولو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي؛ داسې رخصتۍ چې د شمالي کوریا د ډېری اوسېدونکو له وس او لاسرسي بهر دي.
بي بي سي پښتو راپور
یوې باوري سرچینې بيبيسي ته تایید کړې چې په پنجشېر کې د طالبانو حکومت د یوې وسلهوالې مخالفې ډلې چې ځان "د افغانستان ملي مقاومت جبهه" بولي، یو قوماندان (میرویس) له د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
دغې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې قوماندان میرویس د دې ډلې د "عمومي قوماندان" صالح محمد ریګستاني خوریی او د هغه له نږدې ملګرو و.
بي بي سي پښتو راپور
په کوټه کې د بي بي سي اردو څانګې خبریال محمد کاظم د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت او ایران ترمنځ په سرحدي لارو له شنبې ورځې (د اکټوبر ۱۷مه) راهیسې سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.
د بلوچستان سوداګرو دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، د سرحدي سوداګرۍ ځنډ به د پاکستاني سوداګرو او خلکو لپاره اقتصادي زیانونه ولري.
بلخوا، ایالتي حکومت وایي، د پولې تړل موقتي اقدام دی او موخه یې په...
بي بي سي پښتو راپور
په خيبرپښتونخوا کې د بېړني حالت او والي واکمنۍ يا ګورنر راج له اعلانېدو وروسته اوس د دغه ايالت یا صوبې چارې د مرکزي يا فدرالي حکومت په لاس کې دي.
د پاکستان تحریک انصاف ايالتي حکومت چې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په خيبرپښتونخوا کې واکمن دی، اوس په عملي توګه غیرفعال شوی.
مرکزي حکومت د بېړني حالت او ګورنر راج پلي کولو دا ګام په داسې حال کې پورته کړ چې د پخواني لومړي وزير عمران خان د خوشي کېدو لپاره...